دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۰۰
د مطلب کود : 290761
"ترکیش ایرلاین" له نږدې درې کلونو وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې
ترکیش ایرلاین له شاوخوا درې کلونو ځنډ وروسته افغانستان ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د ترکش ایرلاین له پرون (سه شنبه) څخه کابل ته خپلې الوتنې بیا پیل کړې.
 
ترکش ایرلاین په یوه اعلامیه کې ویلي چې په یوه اوونۍ کې به کابل ته څلور الوتنې ولري.
 
په ورته وخت کې په کابل کې د ترکیې سفیر ویلي چې د ترکش ایرلاین له یوه چارواکي سره یې لیدلي او ویلي یې دي چې دغه هوايي شرکت به د سه شنبې په ورځ د کابل او استانبول ترمنځ الوتنې بیا پیل کړي.
 
افغانستان ته د ترکیش ایرلاین الوتنې د دوو کلونو او اتو میاشتو لپاره وځنډول شوې.
 
له بلې خوا د افغانستان د ترانسپورت او ملکي هوايي چلند وزارت ویاند امام الدین احمدي وايي، په هرو ۲۴ ساعتونو کې له ۲۰ تر ۳۰ الوتنې د افغانستان له نړیوالو هوايي ډګرونو څخه کېږي.
https://avapress.com/vdcaiwnu649no01.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته