دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 290766
اروپايي ټولنه په افغانستان کې له سېلاب ځپلو سره ۴۰۰ زره یورو مرسته کوي
اروپايي ټولنې اعلان وکړ چې په افغانستان کې د وروستیو سیلابونو له قربانیانو سره به ۴۰ زره یورو مرسته وکړي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: دغې اتحادیې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه مرستې یې په بغلان، بدخشان او تخار ولایتونو کې د وروستیو سیلابونو له امله زیانمنو شویو کورنیو ته ځانګړې کړې دي.
 
په هېواد کې وروستیو سېلابونو سلګونه کسان وژلي او خلکو ته یې ستر مالي زیانونه اړولي دي.
 
د شمېرو له مخې په بغلان ولایت کې د تېرو څو ورځو د سېلابونو له امله تر ۳۰۰ ډېر کسان وژل شوي دي.
 
په همدې حال کې یوناما نن په یوه راپور کې اعلان وکړ چې په بغلان ولایت کې شاوخوا ۶۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.
https://avapress.com/vdcfvxd0vw6d1ea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته