دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۴
د مطلب کود : 290811
په غزه کښې په تيرو ٢٤ ساعتو کښې څه دپاسه ٣٠ صهيونېسټ پوځيان مړه او ژوبل شول
د اسرائیلو پوځ اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د غزې په تړانګه کې د دغه رژیم نږدې ۳۰ پوځیان وژل شوی او ټپیان شوی دی.
افغان غږ خبری آژانس: د صهیونیسټ رژیم پوځ اعتراف کړی چې په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې د غزې تړانګې په جنګونو کښې د دغه رژیم ۲۵ نور پوځیان ژوبل شوی هم دی.
 
څو ساعته مخکې عبراني رسنیو خبر ورکړ چې د غزې په تړانګه کښې د صهیونیسټ رژیم دوه پوځیان وژل شوي دي.
 
دصهیونیسټ رژیم ویاند ټینګار وکړ په غزه کښې دجګړې له پیل راهسې تراوسه ددغه رژیم ۳۵۶۸ پوځیان ژوبل شوی دی چې له دې جملې څخه ۱۷۷۶ اسرائیلی پوځیان یوازې په غزې په ځمکنیو حملو کښې ژوبل شوی دی.
 
د تسنیم د راپور له مخې، د اسرائیلو پوځ هم اعلان کړی، چې د ۲۵۹ ټپیانو تر درملنې لاندې دی، چې د ۲۹ تنو وضعیت نازک دی.
https://avapress.com/vdcgqz9xqak9y74.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته