دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲ جوزا ۱۴۰۳ ساعت ۱۳:۲۷
د مطلب کود : 290776
د ترکي پانګوالو لپاره د مناسب چاپیریال چمتو کیږي
د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وايي چې د دغه وزارت د قانون او کړنلارې له مخې د ترکي پانګوالو لپاره مناسب شرایط برابروي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست شهاب الدین دلاور د ترکیې د کمپنۍ له مشر "ایمیګلو مارمار" سره د هېواد د کانونو په سکتور په ځانګړې توګه د مرمرو په کانونو کې د پانګونې په اړه وکتل.
 
د کانونو او پټروليم وزارت مطبوعاتي دفتر نن دغه خبر خپور کړ او ويې ويل: په دې کتنه کې ترکي پانګه وال رجب مصطفی اغلو د قندهار ولايت د شاولي ګوت ولسوالۍ د مرمر ډبرو په کان کې له پانګونې سره لېوالتيا څرګنده کړه.
 
  د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست د کانونو په سکتور کې د پانګونې په برخه کې د ترکانو لېوالتیا وستایله او ډاډ یې ورکړ چې د کانونو د قانون او کړنلارې له مخې به د پانګونې د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
https://avapress.com/vdcguz9x3ak9yu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته