افغان غږ خبری آژانس - کابل: ذبیح الله مجاهد په خپله اکس پاڼه کې لیکلي چې د ۱۴۰۳ هجري لمریز کال مالي بودجه د اسلامي امارت د مشر ملا هبت الله اخندزاده له خوا تصویب شوه.
د ښاغلي مجاهد په وینا، د روان مالي کال په ملي بودجه کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پراخه کچه په پام کې نیول شوي او د تېر کال په څېر سږ کال هم ملي بودجه د هېواد له ملي عوایدو څخه جوړه شوې ده.
نوموړي پرته له دې چې د ۱۴۰۳ مالي کال بودیجې مقدار ته اشاره وکړي لیکلي دي چې د مالیې وزارت به د تیر کال په څیر د روان مالي کال ملي بودجه په ګرځنده مالي سیستم او په (عادي او پراختیايي) برخو کې ولګوي.