افغان غږ خبری آژانس - کابل: د ملي ازموینو رئیس عبدالباقي حقاني د پنجشنبې په ورځ د جوزا په ۳ مه په کابل کې په یوه خبري ناسته کې وویل چې د سږني کال کانکور ازموینه به په پنځو پړاوونو کې ترسره شي، لومړی پړاو په شپاړسو ولایتونو، دویمه مرحله یې د سرطان په لومړۍ او دویمه ورځ د کابل د مرکز او ولسوالیو له زده کوونکو څخه راټولیږي.
د هغه په وينا، په درېيم پړاو کې به د بدخشان په ګډون د ١١ ولايتونو زده کوونکي د سرطان مياشتې په اوومه او اتمه، په څلورم پړاو کې به د اوو ولايتونو له محصلينو د سرطان مياشتې په ١٤مه، ازموينه واخيستل شي.
د دغه ریاست د مهالویش له مخې د کانکور ازموینه په لاندې ډول اخیستل کیږي:
۱- میدان وردګ، لوګر، پروان، کاپیسا، پنجشیر، غزني، پکتیا، پکتیکا، کنړ، زابل، بامیان، سمنګان، بادغیس، هرات او غور د جوزا د میاشتې په ۱۷، ۱۸ او ۱۹ نیټه.
٢_ د سرطان په لومړۍ او دويمه ورځ کابل.
٣_ تخار، کندوز، بلخ، جوزجان، سرپل، فارياب، اروزګان، بغلان، دایکندي او بدخشان د سرطان په اوومه او اتمه.
٤_ ننګرهار، لغمان، خوست، کندهار، هلمند، فراه او نيمروز د سرطان په ١٤مه او ١٥مه.
٥_ متفرقه به د سرطان په ٢٤ مه راټوليږي.