کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

له ایران او پاکستان څخه ۲۲۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

23 ثور 1403 ساعت 9:56

د کډوالو د ستونزو د هواري د عالي کمیسیون مسوولین وايي، چې تېره ورځ له ایران او پاکستان څخه ۲۲۰ کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې دي.


آوا - کابل: د مهاجرینو د ستونزو د هوارولو د عالي کمیسیون چارواکي وايي، د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پله او اسلام کلا له لارې تېره ورځ (جمعه) ۲۲۰ کورنۍ هېواد ته راستنې شوې.

دغه راز ویل شوي، چې ۲۱۷ کورنیو ته وړیا سیم کارتونه ورکړل شوي او ۳۶ کورنۍ خپلو سیمو ته انتقال شوې او سلګونه نورو کورنیو ته هم مرستې ورکړل شوې.


د مطلب کود: 290219

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/290219/له-ایران-او-پاکستان-څخه-۲۲۰-کډوالې-کورنۍ-هېواد-ته-راستنې-شوې

آوا
  https://www.avapress.com