افغان غږ خبری آژانس)- کابل: د دغه ریاست له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې نن او سبا، د بدخشان، کنړ، نورستان، پنجشیر، تخار، کندز، بغلان، کاپیسا، لغمان، پروان، کابل، سمنګان، بلخ، میدان وردګ، بامیان، سرپل، دایکندي، جوزجان، فاریاب، بادغیس او غور ولایتونو کې د باران او سیلابونو د راوتلو وړاندوینه کړی ده.
د هوا پېژندنې ادارې د دغو ولايتونو په بېلابېلو سيمو کې له ١٥ تر ٥٠ ملي مترو پورې د اورښت اټکل کړى دى.
د يادونې وړ ده، چې په دې وروستيو اوونيو کې په هېواد کې د سختو سيلابونو له امله سلګونه کسان مړه او ټپيان شوي دي.