د فلسطین د روغتیا وزارت نن دوشنبه اعلان وکړ چې د اکتوبر له اوومې نیټې راهسې په غزې تړانګې د صهیونیسټ رژیم په حملو کښې د شهیدانو شمیر ۳۴ زره او ۳۸۸ ته رسیدلی او د زخمیانو شمیر ۷۷ زره او ۴۳۷ ته رسیدلی دی.
افغان غږ خبری آژانس: صهیونیسټی پوځیانو په تیرو ۲۴ ساعتونو کښې په څلورو جنایتونو کښې ۳۲ فلسطینیان شهیدان او ۶۹ نور یې ژوبل کړل. د فلسطین د روغتیا وزارت اعلان وکړ چې د اکتوبر په اوومه د غزې په تړانګه د اسرائیلو له حملې وروسته په لویدیځه غاړه کښې د شهیدانو شمیر ۴۹۱ ته رسیدلی دی.