افغان غږ خبری آژانس - کابل: د صنعت او سوداګرۍ وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه پلاوي د سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په اړه د خبرو اترو دوام دی.
دغه وزارت زیاتوي، په پام کې ده چې په راتلونکو ورځو کې د افغانستان، ترکمنستان او قرغزستان ترمنځ د سیمه ییز اتصال او د سوداګرۍ او ترانزیت د پراختیا په هدف درې اړخیزه غونډه جوړه شي.