دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۰۹:۵۹
د مطلب کود : 289496
سږ کال څه باندې ۲۳ میلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ اداره (OCHA) په روان کال کې په افغانستان کې د ۱۲،۳ میلیونه ماشومانو په ګډون شاوخوا ۲۳،۷ میلیونه وګړو ته د بشري مرستو د اړتیا په اړه خبر ورکوي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: په یوه راپور کې OCHA په افغانستان کې د مارچ په میاشت کې بشري وضعیت ته کتنه کړې او لیکلي یې دي چې دغه سازمان په هیواد کې د بشري ناورین سره د مقابلې لپاره ۱.۷ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.
 
د راپور له مخې، هېوادونو او مرستندویه موسسو تر اوسه د دغې بودیجې یوازې ۳۵ سلنه برابره کړې ده.
 
د دغه سازمان په وینا سویډن، متحده عربي اماراتو او یونیسف تر ټولو زیاتې مرستې په مارچ میاشت کې له افغانستان سره کړې دي.
 
اوچا په دغه راپور کې په افغانستان کې بشري وضعیت لا هم کړکیچن بللی دی.
 
دغه بنسټ ویلي چې د نورو ننګونو ترڅنګ په هېواد کې وروستیو اورښتونو هم د افغانانو پر ژوند منفي اغېز کړی دی.
 
د دغه راپور له مخې، يوازې په تېره يوه مياشت کې د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې د سېلابونو له امله ١٥٠٠ جريبه کرنيزه ځمکه ويجاړه شوې او د هېواد په اوو ولايتونو کې شاوخوا ٥٤٠ کورونه ويجاړ شوي دي.
 
د دغه بنسټ موندنې ښيي چې د سېلابونو له امله تر ټولو ډېر زيان د فارياب، ننګرهار او دايکنډي خلکو ته اوښتى دى.
 
د افغانستان لپاره د بشردوستانه مرستو د همغږۍ ادارې د افغان اتباعو وضعیت ته په اشارې سره وویل چې د مارچ په میاشت کې په هېواد کې د ۳۹ زره ۲۴۶ ماشومانو په ګډون لږ تر لږه ۹۴۸ زره ۹۷۵ کسانو ته لومړني روغتیايي خدمات وړاندې شوي دي.
 
د OCHA په وینا، د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم په افغانستان کې ۵ میلیونه ۴۳۲ زره ۷۸۹ کسانو ته چې نیمايي یې ماشومان دي، لومړني روغتیايي او تغذي خدمات وړاندې کړي دي.
 
په دغه راپور کې راغلي چې د مارچ له ۲۵مې تر ۳۱مې پورې د هېواد په شپږو ولایتونو کې د شري ۱۴۳۵ شکمنې پېښې او له دغې ناروغۍ نهه کسان مړه شوي دي.
 
دا په داسې حال کې ده چې څو میاشتې وړاندې اوچا اعلان وکړ چې سږ کال ۲۳،۷ میلیونه افغانان چې ۵۲ سلنه یې ښځې او نجونې دي، بشري مرستو ته اړتیا لري.
https://avapress.com/vdcdnn0x9yt0jo6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته