کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پنټاګون: مسکو او واشنګټن یو تړون لاسلیک کړی

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 29 میزان 1394 ساعت 12:42


د پنټاګون ویاند پیترکوک ویلي چې دغه تړون د سه شنبه په ورځ لاسلیک شو.

کوک زیاتوي دغه تړون د خوندیتوب موافقې رانغاړي، دا واضح کوي چې دواړه لوري د مکالمو لپاره له کومو راډیویې څپو څخه کار واخلي او یوه کاري ډله جوړوي چې د نورو مسایلو په اړه خبرې سره وکړي.

پیترکوک دا هم ویلي چې په دغه توافق کې د همکارۍ او یا د اهدافو په اړه د معلوماتو شریکول نشته.

روسیې د روانې اونۍ په سر کې د سوریې د حکومت په مرسته په هغه هیواد کې هوایې بریدونه پیل کړه. د امریکا متحده ایالات هم د یوه نړیوال ایتلاف مشري کوي چې په سوریې کې د اسلامي دولت ډلي /داعش په وړاندي هوایې بریدونه کوي.


د مطلب کود: 117953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/117953/پنټاګون-مسکو-او-واشنګټن-یو-تړون-لاسلیک-کړی

آوا
  https://www.avapress.com