کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د جمهور رئیس غني په لارښوونه د غازي امان الله خان مزار جوړېږي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 21 جدی 1394 ساعت 14:33


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د مزار تر څنګ جومات یې هم وکوت.

جمهور رئیس غني د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ننګرهار ولایت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد د خپلواکۍ د مزار او ترڅنګ جومات د بیا رغاولو لپاره دې ژر تر ژره یو فني پلاوی وټاکل شي


د مطلب کود: 121347

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/121347/د-جمهور-رئیس-غني-په-لارښوونه-غازي-امان-الله-خان-مزار-جوړېږي

آوا
  https://www.avapress.com