دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۳
د مطلب کود : 121347
د جمهور رئیس غني په لارښوونه د غازي امان الله خان مزار جوړېږي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني تېره ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پرمهال په جلال اباد ښار کې د افغانستان د خپلواکۍ د ګټونکي اتل غازي امان الله خان په مزار د ګلونو ګېډۍ کېښوده او د مزار تر څنګ جومات یې هم وکوت.

جمهور رئیس غني د غازي امان الله خان اروا ته د دعا پرمهال د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت او ننګرهار ولایت مسوولینو ته لارښوونه وکړه، چې د هېواد د خپلواکۍ د مزار او ترڅنګ جومات د بیا رغاولو لپاره دې ژر تر ژره یو فني پلاوی وټاکل شي
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdof0f5yt0xs6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته