دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۰۹
د مطلب کود : 290005
د نړۍ د فوټسال ملي ټیمونو درجه بندي / د هېواد د فوټسال ملي ټیم په نړۍ کې ۳۰م مقام خپل کړ
د فوټبال د نړیوال فدراسیون (فیفا) له خوا د نړۍ د فوټسال ملي ټیمونو په لومړۍ درجه بندۍ کې د هېواد د فوټبال ملي لوبډله په ۳۰م ځای کې ده.
افغان غږ خبری آژانس: فیفا دغه درجه بندۍ د دوشنبې په ورځ د ثور په ۱۷مه نېټه اعلان کړه.

د دې ډلبندۍ له مخې د برازیل، پرتګال، هسپانیې، ایران، ارجنټاین، مراکش، روسیې، قزاقستان، تایلنډ او فرانسې لوبډلې له لومړي څخه تر لسم مقام پورې ځای لري.

د يادونې وړ ده، چې د افغانستان د فوټسال ملي لوبډلې په لومړي ځل د اسيايي هېوادونو په سياليو کې د پنځم اسيايي لوبډلې په توګه د فوټسال نړيوال جام ته لار پيدا کړه.

دغې لوبډلې د قرغزستان په وړاندې د لوبې په پړاو کې لوبه وکړه، چې دغې لوبډلې ته یې ماتې ورکړه او د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام ته یې لاره پیدا کړه.

ټاکل شوې دغه سیالۍ د سپټمبر په میاشت کې د ازبکستان په کوربه توب ترسره شي.
https://avapress.com/vdcbggb5srhb9gp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته