دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۵:۱۴
د مطلب کود : 290006
د برشنا مطبوعاتي کنفرانس / د بهرنی پورونه بشپړ تادیه شوي او ه تیر کال کې ۱۰۴ تړونونو لاسلیک شوي
د برشنا شرکت مسوولینو د حکومت د رسنیو په مرکز کې په یوه خبري ناسته کې د برېښنا واردونکو هېوادونو ته د دغه شرکت د ټولو پورونو د ورکړې اعلان وکړ او ویې ویل، چې تېر کال د څه باندې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د پروژو ۱۰۴ تړونونه لاسلیک شوي دي.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د یوه خبري کنفرانس په ترڅ کې چې نن (سه شنبه د ثور ۱۸مه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، د برشنا شرکت مسوولینو د دغه شرکت ځینې مهمې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې. 

په ورته وخت کې د برشنا شرکت د عملیاتي چارو رئیس عبدالرحمن رحماني په دې خبري غونډه کې وویل: د ۶۸ میلیونه افغانیو په لګښت د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د سب سټېشن د بیارغونې چارې بشپړې شوې.

هغه زیاته کړه، پر دې سربېره د شبرقان – دشت الوان د ۵۰۰ کیلو ولټ برېښنا د لېږد مزي د پاتې کار د بشپړولو او د دشت الوان سب سټېشن د پراختیايي پروژو تړون د برشنا او افغان پانګونې شرکت ترمنځ لاسلیک شو.


ښاغلي رحماني وویل، د غزني-کندهار د ۲۲۰ کیلو ولټ برېښنا مزي د پروژې پاتې کارونه، د ۲۲۰ کیلو ولټ ارغني-غزني د برېښنا د لېږد مزي د سرکټ ترمیم، د نور الجهاد سب سټېشن د ډیزاین، جوړولو او نصبولو چارې پیل، د کنړ ولايت د ماڼوګي د برېښنا بند د پاتې کار پيل، د سروبي د برېښنا د جنراتورونو ترميم او داسې نور د برشنا شرکت د تېر کال له نورو لاسته راوړنو څخه دي.

د برشنا شرکت د عملیاتي مشر د معلوماتو له مخې، په تېر کال کې د میوند ولسوالۍ د برېښنا شبکې او د غزني ولایت د ۱۴ پایې ترانسفرمرونو کار بشپړ شوی، چې له مخې یې په ټولیز ډول ۸۰۰۰ پیرودونکو ته برېښنا رسېدلې ده.

همدارنګه ښاغلي رحماني څرګنده کړه، چې په تېر کال کې په بېلابېلو ولایتونو کې ۲۶۷ د استوګنې ترانسفارمرونه له شبکې سره وصل شوي، چې په پایله کې یې ۲۸۳۴۴ مشتریان له برېښنا برخمن شوي دي.

د ياد شرکت مسوولينو په دې خبري ناسته کې زياته کړه: د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ د ناګلو په سيمه کې له نورالجهاد سب سټېشن څخه د هرات تر هاشمي پله پورې د ٢٢،٧٥ مېګاواټه لمريزې برېښنا د توليد د فابريکې ډيزاين بشپړېږي.

د هغه په ​​وينا، په بغلان کې د ډبرو سکرو څخه د ٤٠ ميګاواټه وسايلو جوړول، د برېښنا د توليد د تاسيساتو د جوړولو لپاره د پانګوالو لېوالتيا او په هرات، پنجشېر، کونړ او بادغيس ولايتونو کې د نيمه بشپړو شويو پروژو بشپړېدل د دغه شرکت نورې مهمې لاسته راوړنې دي.

دغه راز د برشنا شرکت مسوولين وايي، چې په تېر کال کې د برښنا شرکت ټول پورونه له ګاونډيو هېوادونو څخه د وارداتي برېښنا له امله ادا شوي دي.

هغه وویل: «۸۶.۹ میلیونه ډالره ازبکستان، ۶۶.۱ میلیونه ډالره تاجکستان، ۳۶.۸ میلیونه ډالر ترکمنستان او ۳۷.۷ میلیونه ډالره ایران، دغه راز ۴۳۲.۹ میلیونه افغانۍ او ۱۷.۲ میلیونه ډالره د کورنیو برېښنا تولید شرکتونو ته ورکړل شوي دي.

د برشنا شرکت د مسوولینو د معلوماتو له مخې، تېر کال د څه باندې ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا د پروژو ۱۰۴ تړونونه لاسلیک شوي او د ۱،۱۷۱ میلیارد افغانیو په لګښت د برېښنا ۲۶ بنسټیزې پروژې بشپړې شوې دي.
https://avapress.com/vdccxxqie2bqox8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته