افغان غږ خبری آژانس - مزارشریف: په جوزجان کې د کوڼو ټولنې او د افغان کوڼ او معلولینو د ملاتړ موسسه مشر ذبیح الله قهرمان وویل: د دغه ډول بنسټونو او نورو بنسټونو رامنځته کول ګټور او اغېزمن دي، چې په دې برخه کې پاملرنه ورته وشي.
هغه زياته کړه: "د دولت او مرستندويه موسسو لپاره اړينه ده، چې د پخوا په پرتله د معلولينو ملاتړ وکړي او پرې نه ږدي، چې معلولين د کورنۍ او ټولنې پر اوږو وګرځي."
قهرمان د دولت له خوا د معلولینو پر ملاتړ ټینګار وکړ او ویې ویل: زموږ موخه د معلولینو د اړتیاوو په ګوته کول او له هغوی سره د مرستو رسول دي، نو له همدې امله دولت او مرستندویه بنسټونه اړ دي، چې زموږ ملاتړ وکړي.
په همدې حال کې په جوزجان کې د افغانستان د معلولينو او کوڼونو د ملاتړ د موسسه د پرانستلو په مراسمو کې ويناوالو معلولين د ټولنې زيانمنه برخه وبلله او ويې ويل: د معلولينو اړتياوو او هيلو ته بايد پاملرنه وشي.
دوی زیاته کړه چې معلولین د زده کړو حق لري او باید ورته د کار زمینه برابره شي.
د يادونې وړ ده، چې د شمېرو له مخې، د هېواد شاوخوا ١٣،٩ سلنه وګړي معيوبين دي، چې له دې ډلې يې څه باندې ٢٥٠ زره کوڼان هم شته.