دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۸ ثور ۱۴۰۳ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 289978
د خوړو نړیوال پروګرام د هېواد د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې همکاري کوي
په افغانستان کې د خوړو د نړيوال پروګرام مسوول د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو له مرستيال سره په کتنه کې د افغانستان د ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې د دغه سازمان د همکاريو ډاډ ورکړ.
افغان غږ خبری آژانس - کابل: د اطلاعاتو او کلتور وزارت مطبوعاتي دفتر وايي، چې د دغه وزارت د ځوانانو چارو معین مولوي محمد یونس رشید نن د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام (WFP) له مشر هارلډ مینهارټ سره وکتل.

ښاغلي رشید په دې غونډه کې وویل چې د ځوانانو لپاره د بنسټیزو کارونو ترسره کولو ته اړتیا ده او د ځوانانو د ظرفیتونو د لوړولو ترڅنګ د دوی د اقتصادي ستونزو د حل لپاره باید مشخصه حل لاره جوړه او عملي شي.

نوموړي همدارنګه د خوراکي توکو د نړیوال پروګرام له مسوولینو څخه وغوښتل چې د تخنیکي پروګرام په مرکزونو کې د ازادې سوداګرۍ (آنلاین سوداګرۍ) ځای پرځای کړي.

د ښاغلي رشید په وینا، د ازادو زده کړو پروګرام دا مهال په کابل، هرات، ننګرهار، کندهار او کندز ولایتونو کې روان دی چې په راتلونکي کې به نږدې ۱۸ نورو ولایتونو ته هم وغځول شي.

په همدې حال کې د خوراک نړيوال پروګرام مسوول د دغه وزارت د ځوانانو د چارو د ادارې د فعاليتونو د ستاينې ترڅنګ د افغان ځوانانو د ظرفيتونو د لوړولو په برخه کې د دغې ادارې د همکاريو ډاډ ورکړ.
https://avapress.com/vdciy3arvt1av32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته