کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

دعراق وسله وال پوځ ددغه هیواداوسورئې په پولې کې د داعش مرستندویه کرښې غوڅې کړې

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 7 حمل 1395 ساعت 17:25


دعراق دمشترکو عملیاتو قوماندې ویلی دیوسله وال پوځ او ولسی ځواک دعراق په شمال کې دقبایلی لښکر په مرستې سره د داعش پر مرکزونو حمله کړې او دترهه ګرو له سپیرو منګولو ئې زیاتې سیمې آزادې کړی دی .
د ایرناخبری آژانس راپورسره سمه دغه راز په دغو عملیاتوکې په شمال کې د له سورئې سره په پولې کې د سنجار ښار په شاوخوا کې زیات شمیر کلی او ښارګی هم آزاد کړی او دغه راز ئې په دغو سیمو کې د داعش دتګ راتګ لارې هم تړلی دی او له سورئې سره په پوله ایز و سیمو کې ئې دعراق بیرغ رپاولی دی.
همداراز دعراق امنیتی او پوځی سرچینو بیګا دالانبار ولایت دمرکز الرمادی پّ لودیځ کې هم دهیّت ښار په شاوخوا کې کبیسه سیمې دآزادولو خبر هم ورکړی دی .
داپه داسې حال کې د ی چې دعراق وسله وال پوځ او ولسی ځواک له تیرو دوو ورځو راهسې دموصل دآزادولو عملیات هم پیل کړی چې تراوسه پورې ئې شاوخوا څو کلی او ښارګی آزاد کړی دی.


د مطلب کود: 124119

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124119/دعراق-وسله-وال-پوځ-ددغه-هیواداوسورئې-په-پولې-کې-د-داعش-مرستندویه-کرښې-غوڅې-کړې

آوا
  https://www.avapress.com