دخپریدو نیټه :شنبه ۷ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 124119
دعراق وسله وال پوځ ددغه هیواداوسورئې په پولې کې د داعش مرستندویه کرښې غوڅې کړې
دعراق دمشترکو عملیاتو قوماندې ویلی دیوسله وال پوځ او ولسی ځواک دعراق په شمال کې دقبایلی لښکر په مرستې سره د داعش پر مرکزونو حمله کړې او دترهه ګرو له سپیرو منګولو ئې زیاتې سیمې آزادې کړی دی .
د ایرناخبری آژانس راپورسره سمه دغه راز په دغو عملیاتوکې په شمال کې د له سورئې سره په پولې کې د سنجار ښار په شاوخوا کې زیات شمیر کلی او ښارګی هم آزاد کړی او دغه راز ئې په دغو سیمو کې د داعش دتګ راتګ لارې هم تړلی دی او له سورئې سره په پوله ایز و سیمو کې ئې دعراق بیرغ رپاولی دی.
همداراز دعراق امنیتی او پوځی سرچینو بیګا دالانبار ولایت دمرکز الرمادی پّ لودیځ کې هم دهیّت ښار په شاوخوا کې کبیسه سیمې دآزادولو خبر هم ورکړی دی .
داپه داسې حال کې د ی چې دعراق وسله وال پوځ او ولسی ځواک له تیرو دوو ورځو راهسې دموصل دآزادولو عملیات هم پیل کړی چې تراوسه پورې ئې شاوخوا څو کلی او ښارګی آزاد کړی دی.
https://avapress.com/vdcdfo0fnyt0xf6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته