کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

بګرام کې د امریکا یوه جنګي الوتکه نسکوره او هلمند کې یې یو سرتیری وژل شوی

سپوِِزمی رادیو , 11 حمل 1395 ساعت 19:34

د بګرام هوايې اډې سره نږدي تېره شپه د امريکايي ځواکونو يوه ايف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې.


د بګرام هوايې اډې سره نږدي تېره شپه د امريکايي ځواکونو يوه ايف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې.
په بګرام کې د ميشتو امريکايې ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې پخلی شوی دی.
سي این این ټلویزیون د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د ویاند پیټر کوک له خولې خبر ورکړی، چې د پېښې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
ایف شپاړس د امریکا نسبتاً پرمختللې جنګي الوتکې دي.
د یوه بل خبر له مخې؛ پنټاګون وايي، په افغانستان کې یې تېره ورځ یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي دغو سرتېرو ته یې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال مرګ ژوبله اوښتې.


د مطلب کود: 124340

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124340/بګرام-کې-د-امریکا-یوه-جنګي-الوتکه-نسکوره-او-هلمند-یې-یو-سرتیری-وژل-شوی

آوا
  https://www.avapress.com