دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۳۴
د مطلب کود : 124340
بګرام کې د امریکا یوه جنګي الوتکه نسکوره او هلمند کې یې یو سرتیری وژل شوی
د بګرام هوايې اډې سره نږدي تېره شپه د امريکايي ځواکونو يوه ايف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې.
د بګرام هوايې اډې سره نږدي تېره شپه د امريکايي ځواکونو يوه ايف شپاړس ډوله جنګي الوتکه نسکوره شوې.
په بګرام کې د ميشتو امريکايې ځواکونو له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې د دې پېښې پخلی شوی دی.
سي این این ټلویزیون د متحدو ایالتونو د دفاع وزارت د ویاند پیټر کوک له خولې خبر ورکړی، چې د پېښې د علت په اړه یې څېړنې پیل کړي دي.
ایف شپاړس د امریکا نسبتاً پرمختللې جنګي الوتکې دي.
د یوه بل خبر له مخې؛ پنټاګون وايي، په افغانستان کې یې تېره ورځ یو سرتیری وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

سرچینه زیاتوي دغو سرتېرو ته یې د هلمند په مارجې ولسوالۍ کې له طالبانو سره د جګړې پر مهال مرګ ژوبله اوښتې.
سرچينه : سپوِِزمی رادیو
https://avapress.com/vdcjxxevyuqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته