جرمني هېواد هم د سولې د هڅو په اړه د ريښتنولی غوښتنه کړې ده.
جرمني: له افغان طالبانو سره د سولې خبرو هڅې باید ريښتنې بڼه ولري
ټآټوبی , 14 حمل 1395 ساعت 15:06
جرمني هېواد هم د سولې د هڅو په اړه د ريښتنولی غوښتنه کړې ده.
په داسي حال کې چې د سولې په روانو هڅو کې د پاکستان تر څنګ د افغان حکومت پر رېښتنولي هم نيوکي ډير دي،
جرمني هېواد هم د سولې د هڅو په اړه د ريښتنولی غوښتنه کړې ده.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر فرانک والټر شټاین مایر ویلي، برلېن د افغانستان اوسنی حالت له نږدې څاري او د سولې د خبرو ملاتړ کوي.
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر وايي د ټولې سیمې وضعیت د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د سولې د خبرو له پایلو سره تړاو لري.
د جرمني بهرنیو چارو وزیر تاجکستان ته د سفر پر مهال د دغه هېواد له چارواکو غوښتي، چې د سختدریځو ډلو د مخینوي لپاره هڅې وکړي.
د مطلب کود: 124437