کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل پولیسو دوه کسان د تښتوونکو له منګولو وژغورل

ټآټوبی , 22 حمل 1395 ساعت 16:18

پوليسو له کابل ښار څخه دوه تښتول شوي کسان د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له تښتوونکو ژغورلي او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نيولی دی.


پوليسو له کابل ښار څخه دوه تښتول شوي کسان د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له تښتوونکو ژغورلي او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نيولی دی.
د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه دوه ځوانان يوه اوونۍ مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوي او د بګرام په ده ملا سيمه کې ساتل کیدل.
سرچینه زياتوي چې دغه دوه ځوانان نن د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول او د هغوى د تښتونې په تور د همدې سيمې يو تن ونيول شو.
د پروان امنیه قومانداني وايي، ددغې پیښې په تړاو د څلورو نورو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.    


د مطلب کود: 124798

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124798/د-کابل-پولیسو-دوه-کسان-تښتوونکو-له-منګولو-وژغورل

آوا
  https://www.avapress.com