دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۲ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۱۸
د مطلب کود : 124798
د کابل پولیسو دوه کسان د تښتوونکو له منګولو وژغورل
پوليسو له کابل ښار څخه دوه تښتول شوي کسان د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له تښتوونکو ژغورلي او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نيولی دی.
پوليسو له کابل ښار څخه دوه تښتول شوي کسان د پروان په بګرام ولسوالۍ کې له تښتوونکو ژغورلي او د هغوى د تښتونې په تور يې يو تن نيولی دی.
د پروان د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر وايي، دغه دوه ځوانان يوه اوونۍ مخکې له کابل ښار څخه تښتول شوي او د بګرام په ده ملا سيمه کې ساتل کیدل.
سرچینه زياتوي چې دغه دوه ځوانان نن د تښتوونکو له منګولو وژغورل شول او د هغوى د تښتونې په تور د همدې سيمې يو تن ونيول شو.
د پروان امنیه قومانداني وايي، ددغې پیښې په تړاو د څلورو نورو کسانو د نیولو هڅې هم روانې دي.    
سرچينه : ټآټوبی
https://avapress.com/vdcgyt9q7ak9xu4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته