کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مقدوني پولیسو سلګونه کډوال ټپیان کړي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 24 حمل 1395 ساعت 14:02


د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي چې مقدوني پولیسو هغه وخت پر ګڼو کډوالو اوښکې بهوونکی غاز او ربړي ګولۍ وکارولې چې غوښتل یې د یونان او مقدونیې پر پوله اغزن سیم له مینځه یوسي او دغه هیواد ته ننوزي.
د یونان د دولت ویاند د مقدوني پولیسو دغه کړنه غندلې او ویلي یې دي چې دې پولیسو په بې وسلې او کمزورو خلکو خپل زور ازمویلی دی.
له بلې خوا د مقدونیې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ټوني انګیلوفسکي ویلي چې ۱۵ تنه پولیس هم د کډوالو لخوا ټپیان شوي دي.
مقدوني دولت له یونان سره پر پوله خپل ځواکونه د کډوالو د مخینوي لپاره ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ۱۲۰۰۰ مهاجرین د ادومني په کمپ کې له یوې نیمې میاشتې زیات وخت د ژوند په بدو شرایطو کې دې ته په تمه دي چې د مقدونیې له لارې اروپا ته ننوځي.


د مطلب کود: 124871

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/124871/مقدوني-پولیسو-سلګونه-کډوال-ټپیان-کړي

آوا
  https://www.avapress.com