دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۰۲
د مطلب کود : 124871
مقدوني پولیسو سلګونه کډوال ټپیان کړي
د بې پولې ډاکټرانو ټولنې ویلي چې مقدوني پولیسو هغه وخت پر ګڼو کډوالو اوښکې بهوونکی غاز او ربړي ګولۍ وکارولې چې غوښتل یې د یونان او مقدونیې پر پوله اغزن سیم له مینځه یوسي او دغه هیواد ته ننوزي.
د یونان د دولت ویاند د مقدوني پولیسو دغه کړنه غندلې او ویلي یې دي چې دې پولیسو په بې وسلې او کمزورو خلکو خپل زور ازمویلی دی.
له بلې خوا د مقدونیې د کورنیو چارو وزارت یوه چارواکي ټوني انګیلوفسکي ویلي چې ۱۵ تنه پولیس هم د کډوالو لخوا ټپیان شوي دي.
مقدوني دولت له یونان سره پر پوله خپل ځواکونه د کډوالو د مخینوي لپاره ډېر کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې ۱۲۰۰۰ مهاجرین د ادومني په کمپ کې له یوې نیمې میاشتې زیات وخت د ژوند په بدو شرایطو کې دې ته په تمه دي چې د مقدونیې له لارې اروپا ته ننوځي.
https://avapress.com/vdciy5azzt1arv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته