کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټرې په لوګرکې بېړنۍ ناسته کړې

26 عقرب 1395 ساعت 17:25


لوګرچارواکي ویلي دي، د افغان امنیتي ځواکونو یوې هلیکوپټرې په یاد ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې. دافغان غږ(آوا) آژانس د خبرله مخی، د برکي برک ولسوال محمد رحيم امين وویل، چې دغه هلیکوپټر د کورنیو چارو وزارت د ۳۰۳ امنیتي قطعې اړوند ده. دغه زیاته کړه، چې تېره شپه د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټرې په بره‎کي برک ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده. سرچینو وای، چې په دغه پېښه کې چا ته زیان نه‎ده رسېدلی. خود وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي، چې دغه هلیکوپټر د دوی له لوري را نسکوره شوې.


د مطلب کود: 133855

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/133855/د-افغان-ځواکونو-یوه-هلیکوپټرې-په-لوګرکې-بېړنۍ-ناسته-کړې

آوا
  https://www.avapress.com