دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۶ عقرب ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۲۵
د مطلب کود : 133855
د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټرې په لوګرکې بېړنۍ ناسته کړې
لوګرچارواکي ویلي دي، د افغان امنیتي ځواکونو یوې هلیکوپټرې په یاد ولایت کې بېړنۍ ناسته کړې. دافغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د برکي برک ولسوال محمد رحيم امين وویل، چې دغه هلیکوپټر د کورنیو چارو وزارت د ۳۰۳ امنیتي قطعې اړوند ده. دغه زیاته کړه، چې تېره شپه د افغان ځواکونو یوه هلیکوپټرې په بره‎کي برک ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې ده. سرچینو وای، چې په دغه پېښه کې چا ته زیان نه‎ده رسېدلی. خود وسله‎والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ویلی دي، چې دغه هلیکوپټر د دوی له لوري را نسکوره شوې.
https://avapress.com/vdcamen6m49nea1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته