کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

فراه کې له ۲۰ زیات وسله وال طالبان وژل شوي

9 قوس 1395 ساعت 7:18

د فراه والي ویاند محمد ناصر مهري یک ټلویزیون ته وویل چې په دغه ولایت کې د افغان امنیتي سرتیرو او وسله والو ترمنځ نښته کې ۱۰ وسله وال طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شول.


د آوا د خبر گزاری له مخی؛ ښاغلی مهري وویل چې وسله والو طالبانو تیر شبه(یکشنبه، د لیندۍ اوومه) د غه ولایت په شمال ګاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د یاد ځواکونوله لوري په شا وټمبول شول. د مهري په وینا، وسله والو طالبانو هوډ درلود چې په دغه برید سره د فراه- فراه رود لویه لاره وتړي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول. په ورته مهال ده زیاته کړه چې د فراه اوریه ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شوي. ښاغلی مهري ټینګار کوي چې له دغه ولایت څخه د وسله والو طالبانو د له منځه وړو پورې په یادو سیمو کې به عملیات دوام ولري. یوه اوونۍ وړاندې هم د دغه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو په پاېله کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي. فراه د هیواد په لوېدیځ کې یو له نا امنو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د بریدونو شاهد دی چې ډيری اوسیدونکي په دغه ولایت کې د شته نا امنیو سر ټکوي.


د مطلب کود: 134456

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134456/فراه-کې-له-۲۰-زیات-وسله-وال-طالبان-وژل-شوي

آوا
  https://www.avapress.com