د
افغان غږ خبری آژانس د خبر گزاری له مخی؛ ښاغلی مهري وویل چې وسله والو طالبانو تیر شبه(یکشنبه، د لیندۍ اوومه) د غه ولایت په شمال ګاه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل چې د یاد ځواکونوله لوري په شا وټمبول شول.
د مهري په وینا، وسله والو طالبانو هوډ درلود چې په دغه برید سره د فراه- فراه رود لویه لاره وتړي چې د امنیتي ځواکونو له غبرګون سره مخ شول.
په ورته مهال ده زیاته کړه چې د فراه اوریه ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو په ګډو عملیاتو کې ۱۲ طالبان ووژل شول او ۶ نور ټپیان شوي.
ښاغلی مهري ټینګار کوي چې له دغه ولایت څخه د وسله والو طالبانو د له منځه وړو پورې په یادو سیمو کې به عملیات دوام ولري.
یوه اوونۍ وړاندې هم د دغه ولایت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو د وسله والو طالبانو د بریدونو په پاېله کې اوه وسله وال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
فراه د هیواد په لوېدیځ کې یو له نا امنو ولایتونو څخه دی چې په دې وروستیو کې وسله والو طالبانو د بریدونو شاهد دی چې ډيری اوسیدونکي په دغه ولایت کې د شته نا امنیو سر ټکوي.