کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په ننګرهار ولایت کې د ۳۷ داعش وسله‎والو وژل کېدل

9 قوس 1395 ساعت 9:17

د ننګرهار ولایت سیمه‎ييز چارواکي وايي چې دې ولایت کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو او د بهرنیو ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د بریدونو له امله ۳۷ د داعش ډلې غړي وژل شوي دي.


د آوا دخبرګزاری له مخی : دا چارواکي زیاتوي چې په دې عملیاتو کې درې نور وسله‎وال ټپیان شوي هم دي. د ننګرهار د والي ویاند، عطالله خوګیانی وايي چې له دې ډلې ۳۰ تنه د یاد ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې وژل شوي. دی وړاندې وايي، په دې عملیاتو کې د مفتاح‎الدین په نامه د داعش ډلې یو قاضي هم وژل شوی دی. د والي ویاند زیاتوي چې د عملیاتو په ترڅ کې ملکي کسانو او افغان سرتېرو ته زیان نه دی رسېدلی. د ننګرهار امنیتي چارواکي هم وايي چې د هسکه‎مېنې ولسوالي کې د امریکايي ځواکونو بې‎پیلوټه الوتکې د برید له امله ۷داعش وسله‎وال وژل شوي او درې نور ټپیان دي. دې چارواکو د ترسره شوي برید په اړه جزئیات نه دي ورکړي.


د مطلب کود: 134458

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/134458/په-ننګرهار-ولایت-کې-د-۳۷-داعش-وسله-والو-وژل-کېدل

آوا
  https://www.avapress.com