کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د لغمان ولایت کي زرګونوکډوالوکورنیولپاره د نمروویس پیل شول

21 قوس 1395 ساعت 19:24

د لغمان له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه که راغلی، ددي ولایت کې د ۱۲ زرو کډوالو کورنیو لپاره د بابا صیب د نوي ښار ګوټي پروژه د کډوالو چارو د وزیر او د ددی ولایت والي له خوا پرانېستل شوه.


د افغان غږ(آوا) ژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتیوی، د دغه پروژې د پرانستې په مراسمو چي د شنبه ورځ تر سره شول، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سیدحسین عالمي بلخي او ولایتي شوراګانو کې د لغمان د خلکو د یو شمېر منتخبو استازو او د ولایتي ادارې د رهبرۍ ګډون کړی و.
په خبرپانه کي راغلی دي، په یاد ولایت کې د بېرته راستنو شویو کډوالو له پاره د نوي ښار ګوټي پروژه د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه.
په خبرپاڼه کي راغلی، د پروژې له پیل سره سم په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.
سرچینه زیاتیویي، دغه ښار ګوټی چې په شا و خوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې یې نقشه تطبیقېږي .


د مطلب کود: 135128

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/135128/د-لغمان-ولایت-کي-زرګونوکډوالوکورنیولپاره-نمروویس-پیل-شول

آوا
  https://www.avapress.com