دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۱ قوس ۱۳۹۵ ساعت ۱۹:۲۴
د مطلب کود : 135128
د لغمان ولایت کي زرګونوکډوالوکورنیولپاره د نمروویس پیل شول
د لغمان له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه که راغلی، ددي ولایت کې د ۱۲ زرو کډوالو کورنیو لپاره د بابا صیب د نوي ښار ګوټي پروژه د کډوالو چارو د وزیر او د ددی ولایت والي له خوا پرانېستل شوه.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) ژانس د خبر له مخې، د یاد ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه زیاتیوی، د دغه پروژې د پرانستې په مراسمو چي د شنبه ورځ تر سره شول، د لغمان والي عبدالجبار نعیمي، د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر سیدحسین عالمي بلخي او ولایتي شوراګانو کې د لغمان د خلکو د یو شمېر منتخبو استازو او د ولایتي ادارې د رهبرۍ ګډون کړی و.
په خبرپانه کي راغلی دي، په یاد ولایت کې د بېرته راستنو شویو کډوالو له پاره د نوي ښار ګوټي پروژه د مرکز مهترلام اړوند د بابا صیب په دښته کې پلان او نقشه یې له وړاندې منظوره شوې وه.
په خبرپاڼه کي راغلی، د پروژې له پیل سره سم په لومړي قدم کې سلو تنو هغو کډوالو ته چې د اسنادو کتلو او تکمیلولو بشپړه پروسه یې د اړونده کمېسیون له لوري څارل شوې او ترتیب شوې وه، د ملکیت سندونه په واک کې ورکړل شول.
سرچینه زیاتیویي، دغه ښار ګوټی چې په شا و خوا ۳۰۰۰ جریبه ځمکه کې یې نقشه تطبیقېږي .
https://avapress.com/vdcf0tdycw6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته