کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

زابل کې د کابل– کندهار لاره له سره رغول کېږي

20 جدی 1395 ساعت 7:47

د دې ولايت د ټولګټو رياست وايي د دې ولايت په مربوطاتو کې ١٥کيلومېتره سړک بیا رغول کېږي چي ټول لګښت يې د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کېږي.


د آوا دخبر گزاری له مخی : د کابل–کندهار لويه لاره چې ١٢کاله وړاندې په پاخه او اساسي ډول رغول شوې وه د ماينونو او زياتو بار وړونکو موټرونو له امله يې ډېره برخه ورانه شوې ده تر اوسه يې د بيا رغولو له پاره کوم اقدام نه وو شوى.

د زابل د ټولګټو چارو رياست سرپرست محمد نبي خوشال وايي چې د دې لارې د ١٥کيلومېتره د بيارغولو چارې يې پيل کړې دي چي ټول مالي لګښت يې د ټول ګټو د وزارت له لوري ورکول کېږي.

نبي خوشال زیاتوي: “د دې سړک د اساسي او پاخه جوړولو له پاره ۹۳ميليونه افغانۍ بېلې شوې دي چې په ښه کيفيت به يې ورغوو.”

په ورته وخت کې د دې لويې لارې موټر چلوونکي د لارې د بيارغونې په کار خوښ دي خو وايي دولت دې د دغه سړک پاتې برخې هم ورغوي.

دوی وايي د دې لارې د خرابوالي له امله لسګونه ترافيکي پېښې را منځته کېږي چې په ترڅ کې يې لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله اوړي.


د مطلب کود: 136345

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/136345/زابل-کې-د-کابل-کندهار-لاره-له-سره-رغول-کېږي

آوا
  https://www.avapress.com