د پولیس ولایت پولیسو نن(سېشنبې د دلو۵مه) ویلي دي هغه جلۍ چې په بدل کې ورکول کېده، له دې پرېکړه سره یې په غبرګون کې ځانوژنه کړې ده.
بادغیس کې یوې جلۍ ځان وژنه وکړه
6 دلو 1395 ساعت 0:22
د پولیس ولایت پولیسو نن(سېشنبې د دلو۵مه) ویلي دي هغه جلۍ چې په بدل کې ورکول کېده، له دې پرېکړه سره یې په غبرګون کې ځانوژنه کړې ده.
د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :
د بادغیس پولیس وايي، په دې ولایت کې یوې جلۍ ځکه ځان ځندی کړی چې کورنۍ یې غوښتل هغه په بدل کې ورکړي، د دې پېښې په تور د جلۍ نیکه، نیا او دوه ترونه نیول شوي دي
پولیس زیاتوي چې یاده جلۍ ۱۶ کلنه وه او کورنۍ یې غوښتل چې هغه په بدل کې ورکړي.
پولیسو د دې نجلۍ پلار، نیا او دوه ترونه نیولي دي او په دې برخه کې پلټنې روانې دي.
د بادغیس د ښځو مشره زرغونه شیرزاد وایي چې قرباني نجلۍ نسیمه نومیده او د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د لنګر شریف کلي اوسیدونکې وه.
چارواکي وړاندې وايي د نسیمې ترونو غوښتل د هغې نکاح له یوه کس سره وکړي او خپلو زامنو ته ښځې وکړي.
د مطلب کود: 137162