دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۰:۲۲
د مطلب کود : 137162
بادغیس کې یوې جلۍ ځان وژنه وکړه
د پولیس ولایت پولیسو نن(سې‎شنبې د دلو۵مه) ویلي دي هغه جلۍ چې په بدل کې ورکول کېده، له دې پرېکړه سره یې په غبرګون کې ځان‎وژنه کړې ده.
د افغان غږ خبری آژانس غږ ( افغان غږ خبری آژانس ) آژانس د خبر له مخې : د بادغیس پولیس وايي، په دې ولایت کې یوې جلۍ ځکه ځان ځندی کړی چې کورنۍ یې غوښتل هغه په بدل کې ورکړي، د دې پېښې په تور د جلۍ نیکه، نیا او دوه ترونه نیول شوي دي

پولیس زیاتوي چې یاده جلۍ ۱۶ کلنه وه او کورنۍ یې غوښتل چې هغه په بدل کې ورکړي.

پولیسو د دې نجلۍ پلار، نیا او دوه ترونه نیولي دي او په دې برخه کې پلټنې روانې دي.

د بادغیس د ښځو مشره زرغونه شیرزاد وایي چې قرباني نجلۍ نسیمه نومیده او د دې ولایت د قادس ولسوالۍ د لنګر شریف کلي اوسیدونکې وه.

چارواکي وړاندې وايي د نسیمې ترونو غوښتل د هغې نکاح له یوه کس سره وکړي او خپلو زامنو ته ښځې وکړي.
https://avapress.com/vdcfvedy0w6dmya.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته