کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

مسلمیار:

د ننګرهار ولایت ۳۱ میګاواټه برېښنا حق دی تاسو ولې ۲۵ ورکوئ

11 دلو 1395 ساعت 8:53

مسلمیار ویلی، نور به د برېښنا شرکت ته اجازه ورنکړي، چې د ننګرهار برېښا کابل ته ورکړي، او ننګرهار تورې تیارې ته ناست وي.


د افغان غږ(آوا) آژانس د خبر له مخې، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار دغه څرګندونې په خپل دفتر کې د برېښنا شرکت د عمومي رییس قدرت الله دلاوري سره د لیدنې پر مهال ویلی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کی راغلی، فصل هادی مسملیار د برېښنا شرکت پر دغه کار سخته نیوکه وکړه او ویې وویل، چې یادې ادارې په وار وار د ننګرهار د برېښنا د ستونزې د حل ژمنه ورسره کړې، خو عمل یې نه دی پرې کړی.
دمشرانو جرګه ریس، د ننګرهار ولایت ۳۱ میګاواټه برېښنا حق دی تاسو ولې ۲۵ ورکوئ او کله چې کابل کې برېښنا قطع شي تاسو د ننګرهار برخه برېښنا بيا کابل ته ورکوئ او ننګرهاريان په تورو تيارو کې ناست وي. خبر پانه کی راغلی چې مسلمیار په خپلو خبرو کې زیاتیوی، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ننګرهاريانو حق وخوري او يا هم د دغه ولایت له برېښنا څخه بل څوک ګټه پورته کړي.
خبرپانه راغلی، د مشرانو جرګې رییس دغه راز د درونټې برېښنا کوټ د بيارغونې چارو په درېدو اندېښنه څرګنده کړه او د بېړنيو چارو د پيل کېدو سپارښتنه يې وکړې ده.
سرچنیوی وایی، د برېښنا شرکت عمومي رییس د دغه ستونزې د حل ژمنه وکړه او ویې ویل چې وروسته له دې به ننګرهار ته پوره ۳۰ میګاواټه برېښنا ورکول کېږي.


د مطلب کود: 137387

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137387/د-ننګرهار-ولایت-۳۱-میګاواټه-برېښنا-حق-دی-تاسو-ولې-۲۵-ورکوئ

آوا
  https://www.avapress.com