دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۰۸:۵۳
د مطلب کود : 137387
د ننګرهار ولایت ۳۱ میګاواټه برېښنا حق دی تاسو ولې ۲۵ ورکوئ
مسلمیار ویلی، نور به د برېښنا شرکت ته اجازه ورنکړي، چې د ننګرهار برېښا کابل ته ورکړي، او ننګرهار تورې تیارې ته ناست وي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخې، د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار دغه څرګندونې په خپل دفتر کې د برېښنا شرکت د عمومي رییس قدرت الله دلاوري سره د لیدنې پر مهال ویلی.
د ننګرهار ولایت له مطبوعاتي دفتره خپره شوې خبرپاڼه کی راغلی، فصل هادی مسملیار د برېښنا شرکت پر دغه کار سخته نیوکه وکړه او ویې وویل، چې یادې ادارې په وار وار د ننګرهار د برېښنا د ستونزې د حل ژمنه ورسره کړې، خو عمل یې نه دی پرې کړی.
دمشرانو جرګه ریس، د ننګرهار ولایت ۳۱ میګاواټه برېښنا حق دی تاسو ولې ۲۵ ورکوئ او کله چې کابل کې برېښنا قطع شي تاسو د ننګرهار برخه برېښنا بيا کابل ته ورکوئ او ننګرهاريان په تورو تيارو کې ناست وي. خبر پانه کی راغلی چې مسلمیار په خپلو خبرو کې زیاتیوی، هېچا ته اجازه نه ورکوي، چې د ننګرهاريانو حق وخوري او يا هم د دغه ولایت له برېښنا څخه بل څوک ګټه پورته کړي.
خبرپانه راغلی، د مشرانو جرګې رییس دغه راز د درونټې برېښنا کوټ د بيارغونې چارو په درېدو اندېښنه څرګنده کړه او د بېړنيو چارو د پيل کېدو سپارښتنه يې وکړې ده.
سرچنیوی وایی، د برېښنا شرکت عمومي رییس د دغه ستونزې د حل ژمنه وکړه او ویې ویل چې وروسته له دې به ننګرهار ته پوره ۳۰ میګاواټه برېښنا ورکول کېږي.
https://avapress.com/vdcevf8zfjh8xxi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته