کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملکي مرګ‎ژوبلې په اړه د یوناما راپور په اړه د ارګ غبرګون

20 دلو 1395 ساعت 9:48

د ملکي کسانو مرګ ژوبلې په اړه د ملګرو ملتونو د راپورو خپرولو په اړه ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان وکړ چې حکومت به د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې مخنیوي په موخه هڅې وکړي.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې :د افغانستان جمهوري اسلامي دولت په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستیالۍ دفتر یا یوناما راپور د ملکي کسانو په اړه راپور چې د په وسله‎والو نښتو کې د ملکي کسانو ساتنې» تر سرلیک خپور شوی، مطالعه کړی.
خبرپاڼه زیاتوي:«د افغانستان جمهوري اسلامي دولت د جګړو په ترڅ کې د ملکي کسانو ساتنه خپله لومړۍ موخه ګڼې او که د امنیتي ځواکونو لخوا ملکي کسانو ته زیان ورسیيږي، نو پېښه به وڅېړل شي او په اړه به یې قضايي چلند وشي.»
خبرپاڼه وړاندې کاږيک«ولسمشر یوځل بیا ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي دولت به د طالبانو او نورو ترهګرو خلاف د افغان ملکي کسانو څخه ساتنه کوي.»
دا په داسې حال کې ده چې ملګرو ملتونو د ملکي کسانو د ملګر ژوبلې په اړه خپل راپور کې ۲۰۱۶ زیږدیز کال د ملکي کسانو لپاره مرګونی بللی دی.
ملګرو ملتونو په دې راپور کې د جګړې له ښکیلیو غاړو غوښتنه کړې ده چې د ملکي کسانو د مرګ‎ژوبلې مخنیوي لپاره دې جدي ګامونه پورته کړي.


د مطلب کود: 137822

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137822/د-ملکي-مرګ-ژوبلې-په-اړه-یوناما-راپور-ارګ-غبرګون

آوا
  https://www.avapress.com