کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اجرائیه ریاست په روان نظام کې د اجرائیه صدارت غوښتنه وکړه

22 دلو 1395 ساعت 7:51

اجرائیه ریاست وایي، چې د فدرالي او پارلماني نظام غوښتنه نه کوي، بلکې په ریاستي نظام کې د اجرائیه صدارت غوښتنه لري.


د آوا غږ ( آوا ) آژانس د خبر له مخې : اجرائیه ریاست ویاند جاوید فیصل وایي؛ د نظام دننه د ریاستي نظام په اډانه کې د اجرائیه صدرات پر جوړیدو بحث روان دی، چې تر لویې جرګې وروسته به دا کار کیږي.
د نوموړي په وینا؛ د لویې جرګې له جوړیدو وروسته نه یوازې د نظام د بدلون غوښتنه لري، بلکې په نظام کې د صدراتي اجرائیه پست را منځته کیدل هم غواړي.
اجراییه ریاست بیا په دې نیوکه کوي، چې واک ډېر متمرکز شوی او حتا والیان د مالي چارو او ټيټ پوړیو حکومتي مسوولینو د ګمارلو واک نه لري.
مدني فعال عزیز رفیعي وایي،که څه هم په سیاسي هوکړه لیک کې د ملي وحدت حکومت پر جوړیدو سلا شوې وه او دغه راز ویل شوي وه، چې لویه جرګه به را بلل کیږي؛ خو د دوه کلونو په تېریدو اوس هم د لویې جرګې د تر سره کیدو خبره نشته.
په وروستیو کې د بلخ سرپرست سپیدارماڼۍ ناکامه بللې وه او ویلي یې ول، چې په سیاسي لوبه کې کمزوری عمل کوي؛ نو، ځکه یې له ولسمشر سره مخامخ خبرې روانې ساتلې دي.


د مطلب کود: 137935

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/137935/اجرائیه-ریاست-په-روان-نظام-کې-د-صدارت-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com