کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په هلمندکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه

12 حوت 1395 ساعت 8:46

د هلمند ولايت په ګڼ ميشتو بېلابېلو سيموکې د يو لړ چاودنو مخه ونيول شوه.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، پوليس وايي چې د وروستيو دوو شپو په بهيرکې د طالبانوڅه ناڅه شپږ ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې : دغه ماينونه د لښکرګاه ښار په ګڼ ميشتو لارو او د هلمند ولايت د ولسواليو په لويوغځيدلو لاروکې کشف او شنډ کړى شوي دي.
د هلمند ولايت يوه امنيتي مقام وويل چې د دوى تخنيکي ټيمونه د وروستيو دوو شپو په بهيرکې په خپل لاس جوړ شوي څه ناڅه شپږويشت ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
ده وويل: وسله وال طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
ويل کيږي د دغو ماينو د ښخولو د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.


د مطلب کود: 138814

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138814/په-هلمندکې-د-يو-لړ-چاودنو-مخه-ونيول-شوه

آوا
  https://www.avapress.com