د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
پوليس وايي چې د وروستيو دوو شپو په بهيرکې د طالبانوڅه ناڅه شپږ ويشت ماينونه کشف او شنډ کړى شول.
د را رسيدلو خبرونو له مخې :
دغه ماينونه د لښکرګاه ښار په ګڼ ميشتو لارو او د هلمند ولايت د ولسواليو په لويوغځيدلو لاروکې کشف او شنډ کړى شوي دي.
د هلمند ولايت يوه امنيتي مقام وويل چې د دوى تخنيکي ټيمونه د وروستيو دوو شپو په بهيرکې په خپل لاس جوړ شوي څه ناڅه شپږويشت ماينونه کشف او شنډ کړي دي.
ده وويل: وسله وال طالبانو غوښتل د دغو ماينونو په ښخولو سره ملکي وګړو ته يو لړ خونړۍ پيښې رامنځته کړي؛ خو بريالي نه شول.
ويل کيږي د دغو ماينو د ښخولو د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوې دي.