کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کورنیو چارو وزارت د دغه بنسټ په مهمو پُستونو کې بدلونونه راوړي

14 حوت 1395 ساعت 8:39

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ په بنسټ د دغه وزارت په پُستونو کې بدلونونه راغلي دي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبرله مخی، د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام(د کب په ۱۳ مه)د دغه وزارت په مهمو پُستونو کې له بدلونونو څخه خبر ورکړ چې په کې ځینې ګمارنې او تبدیلۍ هم شاملې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ په بنسټ د دغه وزارت په پُستونو کې لاندي بدلونونه راغلي دي.
۱ –جنرا حسن شاه فروغ د کابل د امنیه قومندان په توګه.
۲ - جنرال سالم الماس د کابل د جنايي څېړنو د رییس
۳-جنرال سیدګل آقا روحاني د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د قومندان په توګه
۴-جنرال توریالی عبدیاني د پکتیا د امنیه قومندان په توګه.
۵- جنرال اکرام الدین سریع د بغلان د امینه قومندان په توګه.
۶-جنرال غلام محی الدین سروري د نورستان د امنیه قومندان په توګه.
۷-جنرال محمد وحید حمیدي د کورنیو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې د تفتیش د رییس په توګه ګمارل شوي دي.
د ښاغلي صدیقي په وینا،جنرال عبدالرحمان رحیمي یې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په توګه ګمارلی دی.


د مطلب کود: 138867

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138867/د-کورنیو-چارو-وزارت-دغه-بنسټ-په-مهمو-پ-ستونو-کې-بدلونونه-راوړي

آوا
  https://www.avapress.com