د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ماښام(د کب په ۱۳ مه)د دغه وزارت په مهمو پُستونو کې له بدلونونو څخه خبر ورکړ چې په کې ځینې ګمارنې او تبدیلۍ هم شاملې دي.
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي چې د کورنیو چارو د وزیر تاج محمد جاهد د وړاندیز او د ولسمشر د منظورۍ په بنسټ د دغه وزارت په پُستونو کې لاندي بدلونونه راغلي دي.
۱ –جنرا حسن شاه فروغ د کابل د امنیه قومندان په توګه.
۲ - جنرال سالم الماس د کابل د جنايي څېړنو د رییس
۳-جنرال سیدګل آقا روحاني د حامد کرزي د نړیوال هوايي ډګر د قومندان په توګه
۴-جنرال توریالی عبدیاني د پکتیا د امنیه قومندان په توګه.
۵- جنرال اکرام الدین سریع د بغلان د امینه قومندان په توګه.
۶-جنرال غلام محی الدین سروري د نورستان د امنیه قومندان په توګه.
۷-جنرال محمد وحید حمیدي د کورنیو چارو وزارت له اداري فساد سره د مبارزې د تفتیش د رییس په توګه ګمارل شوي دي.
د ښاغلي صدیقي په وینا،جنرال عبدالرحمان رحیمي یې د ننګرهار ولایت د امنیه قومندان په توګه ګمارلی دی.