دخپریدو نیټه :شنبه ۵ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۷:۰۵
د مطلب کود : 189044
کورنیو چارو وزارت: په لایزري وسلې سمبال، د څو امنیتي سرتیرو قاتل، ترهګر و وژل شو
کورنیو چارو وزارت وایي، په لایزري وسلې سمبال، د څو سرتیرو قاتل، ترهګر نن پر یوې امنیتي پوستې د برید پر مهال و وژل شو

د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي له قوله، د لغمان ولایت په علي شنګ ولسوالۍ کې په لایزري وسلې سمبال د څو امنیتي سرتیرو قاتل ترهګر پر یوې امنیتي پوستې د برید پر مهال د امنیتي ځواکونو له لوري وژل شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي رسنیو ته په استولې خبر پاڼه کې ویلي چې دې وژل شوي وسله وال ترهګر د دغې لایزرې وسلې په مټ څو امنیتي سرتیري  شهیدان کړي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcba9b8arhbwgp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته