دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ حمل ۱۳۹۹ ساعت ۱۰:۳۷
د مطلب کود : 207521
کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي
کورنیو چارو وزارت تېر کال ۱۰۰۰ پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، تېره یوه کال کې د دې وزارت د پولیسو ۱۰۰۰ تنه منسوبین چې یو شمېر لوړپوړي افسران هم په‌کې دي، له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیول شوي دي.
ښاغلي اندرابي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه‌ده.
دا په داسې حال کې چې ډېر کله له خلکو سره د پولیسو د ناوړه چلند سربېره، په دې ځواک کې د فساد په اړه هم شکایتونه کېږي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccimqis2bqxp8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته