کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کورنیو چارو وزارت ۱۰۰۰ پولیس له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیولي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 24 حمل 1399 ساعت 10:37

کورنیو چارو وزارت تېر کال ۱۰۰۰ پولیس منسوبین له دندې د ناوړه ګټې اخیستنې په تور نیولي دي.


د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وايي، تېره یوه کال کې د دې وزارت د پولیسو ۱۰۰۰ تنه منسوبین چې یو شمېر لوړپوړي افسران هم په‌کې دي، له دندې د ناوړه ګټنې په تور نیول شوي دي.
ښاغلي اندرابي په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، دوی ژمن دي چې په کورنیو چارو وزارت کې اصلاحات راولي او د پولیسو ځواک په مسلکي او تخنیکي ډول پیاوړی شي، څو د خلکو غوښتنو ته رسېدنه وشي.
د کورنیو چارو سرپرست وزیر زیاته کړې، له دندې ناوړه ګټنه د زغم وړ نه‌ده.
دا په داسې حال کې چې ډېر کله له خلکو سره د پولیسو د ناوړه چلند سربېره، په دې ځواک کې د فساد په اړه هم شکایتونه کېږي.


د مطلب کود: 207521

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/207521/کورنیو-چارو-وزارت-۱۰۰۰-پولیس-له-دندې-د-ناوړه-ګټنې-په-تور-نیولي

آوا
  https://www.avapress.com