کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د تورخم لارو له ډېره وخته غږ پورته کړی خوپاکستان قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی

15 حوت 1395 ساعت 17:40

عمر زاخېلوال وای، که د تورخم او سپین‌ بولدک لارې خلاصې نه ‌شي په پاکستان کې د بندو افغان مسافرو د انتقال لپاره د ځانګړو پروازونو غوښتنه کوي.


د افغان غږ(آوا) آژآنس د خبر له مخی، په اسلام آبادکې افغان سفیر او د ولسمشر ځانګړی استازی حضرت عمر زاخېوال د شنبه په ورځ دغه څرګندونې پرخپله فسبوک پاڼه ویلي کړیې دي، که پاکستان لارې خلاصې نه کړي، نو بند افغان مسافرین به د هوا له لارې خپل هېواد ته ولېږدوي.
ښاغلی زاخېوال زیاته کړی، چې د تورخم اوسپین بولدک لارو د خلاصون له پاره یې له ډېره وخته غږ پورته کړی خو پاکستاني چارواکو قانع کوونکی ځواب نه دی ورکړی.
هغه ویلی، د لارو د بندولو بې دلیله دوام د عامو خلکو له ځورونې پرته بل هېڅ معنی نه لري.
زاخېلوال د پاکستان د صدراعظم د ملي امنیت او بهرنیو چارو له سلاکار سرتاج عزیز سره د شنبې په ورځ خبرې کړي دي.


د مطلب کود: 138953

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/138953/د-تورخم-لارو-له-ډېره-وخته-غږ-پورته-کړی-خوپاکستان-قانع-کوونکی-ځواب-نه-دی-ورکړی

آوا
  https://www.avapress.com