کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

حنیف اتمر په ۳ ورځني سفر روسی ته ځي

25 حوت 1395 ساعت 18:43

ویلکږی، چې د افغانستان ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د پنجښنبه ورځ په یو ۳ورځني سفر مسکو ته ورسېږي.


د افغان غږ(آوا) آژانس دخبر له مخی، شاغلی اتمر، د افغانستان، انګلیستان او پاکستان په ۳ اړخیزه امنیتي غونډه کې د ګډون لپاره لندن ته ولاړ.
د افغانستان د ملي امنیت سلاکار به د مارچ په ۱۶مه نېټه، د روسیې له سیاسي او امنیتي چارواکو سره د خبرو اترو په هدف له پلازمینې لندنه مسکو ته ولاړ شي.
د ملي امنیت ویاند تواب غورځنګ په دی اړه ویلی، ښاغلی اتمربه په پلازمېنه لندن کې، په هغه ناسته کې ګډون وکړي، چې د روان میلادي کال د مارچ میاشتې پر پنځلسمه نېټه د افغانستان، انګلیستان او پاکستان د ملي امنیت سلاکاران پکې، د افغانستان او سیمې د امنیتي وضیعت په ځانګړې توګه د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستي سیاسي کړکيچ د حل لارو په اړه خبرې کوي.
ښاغلي غورځنګ زیاتیوی، چې دې سفر کې به اتمر د روسیې د دفاع او بهرنیو چارو له وزیرانو سره هم په دوه اړخیزو مسئلو خبرې وکړې.


د مطلب کود: 139403

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/139403/حنیف-اتمر-په-۳-ورځني-سفر-روسی-ته-ځي

آوا
  https://www.avapress.com